څراغ تلوېزیون ته سرچینو خبر ورکړی چي د وحدت اسلامي پر مشر محمد محقق په تهران کي وسله وال برید سوی دی.
د سرچينو په خبره چي نوموړی د یاد برید څخه ژوندی وتلی دی.
د محمد محقق کورنۍ هم څراغ تلویزون ته یاد برید تایید کړی او په خبره یې چي د یاد برید هدف محمد محقق و،خو بریدګر ناکام سوی او محمد محقق د یاد برید څخه ژوندی راوتلی دی.
د محمد محقق کورنۍ څراغ تلوېزیون ته وویل چي هغه اوس مهال د ایران څخه وتلی او بیرته ترکيې ته ګرځېدلی دی.