چارواکو له چینايي لوري سره د واخان دهلېز د اهمیت او دې لاري د ګټو په اړه خبري کړي

د ا.ا استازو په پیکینګ کي له چینايي چارواکو سره د واخان دهلېز د اهمیت او دواړو هیوادونو ته د دې لاري د ګټو په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي په دې اړه خبري د دوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغوني د رابطې د میکانیزمونو په درېیمه ناسته کي سوي دي.
د بلخي په وینا، دواړو خواوو د واخان کوریدور د پرانستو پر امکاناتو او ګټو خبري کړي.
چارواکي وايي، د واخان سړک ډېره برخه یې جوړه کړې او په چټکۍ کار ورباندي روان دی چي ژر بشپړ سي، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چي له دې لاري به له افغانستان سره چین څومره سوداګري ولري.
د افغانستان بدخشان ولایت د چین له سنګیانګ یا شینجین ایالت سره پوله لري او دغه لار د سوداګرۍ لپاره ګټوره بلل کیږي.