چارواکو نا دولتي ادارو ته ویلي که ښځي وګماري د کار جوازونه به یې لغوه کړي

د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کي د ښځو او نجونو د کار د بندیز د دویم کال د پوره کیدو سره همهماله د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په دغه هیواد کي د مرستي رسوني له ادارو غوښتي چي د ښځو او نجونو له ګمارلو څخه ډډه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کي د اقتصاد د وزارت له خوا په خپور سوي مکتوب کي غیر دولتي ادارو ته خبرداری ورکړل سوی که کومه داخلي یا بهرنۍ غیر دولتي اداره د دغه وزارت د پریکړي څخه سرغړونه وکړي، نو ورڅخه به د فعالیت جواز واخیستل سي او فعالیت به یې بند سي.

په دغه مکتوب کي لیکل سوي چي د غیر دولتي ادارو له خوا په دې برخه کي د نه همکارۍ په صورت کي به د ادارو مختلف فعالیتونه وځنډول سي.

په غیر دولتي ادارو کي د ښځو پر کار د بندیز دوو کلنو پوره کیدو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په ګډون په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل سوي او د دې پریکړي د لغوه کیدو غوښتني سوي وې.