چارواکو ویلي، په رسنیو کي د ژوندیو شیانو پر عکسونو بندیز پلی کیږي

د امر بالمعروف وزارت خبرداری ورکړی چي په خبري رسنیو کي د ټولو ژوندیو شیانو د عکسونو په خپرولو د بندیز قانون پلي کوي.

ددغه وزارت مسوولینو ویلي چي دا بندیز به په تدریجي ډول عملي کیږي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، قانون په ټول افغانستان کي تطبیقېږي او دا به په تدریجي ډول پلي سي.

هغه زیاته کړې چي چارواکي به زیار باسي ترڅو خلک قانع کړي چي د ژوندیو شیانو انځورونه د اسلامي شریعت خلاف دي.

د امر بالمعروف په نوي قانون کي د خبري رسنیو لپاره ځیني مقررات ځای کړل سوي دي.

د دغو مقرراتو له مخي رسنۍ د ژوندیو شیانو د عکسونو له خپرولو منع سوي او ورته امر سوی چي اسلام ته له سپکاوي ډډه وکړي او له اسلامي قوانینو سره په ټکر کي رانه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *