د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کي د کوکنار د کښت د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو د ادارې (UNODC) راپور ته غبرګون ښودلی او ددغه ادارې موندني یې له “حقیقت څخه لیري” بللي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د لارښووني له مخي په ټول افغانستان کي د نشه يي توکو پر کښت او توليد باندي پوره بنديز لګیدلی دى.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کي د کوکنارو د کښت او د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کي چې د یوناما له خوا خپور سوی ویلي چي په دغه هیواد کي په روان ۲۰۲۴ کال کي د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کي ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کي په افغانستان کي د کوکنارو په کرکیله او کاروبار باندي بندیز لګولی وو، چي له امله یې په تیر ۲۰۲۳ کال کي په دغه هیواد کي د کوکنارو کښت او د اپینو تولید کي ۹۵ فیصده کموالی راغلی وو.