چارواکي: افغانستان بانک له مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړيکي غواړي

د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ایټالیا هیواد له سفیري نتالیا او مل پلاوي سره کتلي.
د افغانستان بانک وایي، په دې لیدنه کي د هیواد د اقتصادي وضعیت، د افغانۍ د ثبات ساتني پر عواملو، د بانکي سکتور په وضعیت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، مالي شمولیت او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبري سوي دي.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کي د ملا هدایت الله بدري له قوله ویلي، چي د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کي د نړۍ له ټولو هیوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندي دوه نیمو کلونو کي یې دا اړیکي په ښه ډول پاللي دي.
دغه راز په دې لیدنه کي د ایټالیا سفیري د افغانستان اقتصادي او پولي ثبات د ارزښت وړ بللی او په دې برخه کي یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.