چارواکي: د اختر په دریو ورځو کي ۵۰ تنه په ترافیکي پیښو کي مړه سوي دي

د ترافیکو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د اختر په دریو ورځو کي لږترلږه ۱۰۲ ترافیکي پيښې سوي چي پر مهال یې ۱۸۵ تنه ټپيان او ۵۰ تنه مړه سوي دي.
د ترافیکو د ریاست د معلوماتو پر اساس، په ۵۰ تنو وژل سویو کي ۲۹ نارینه، ۸ تنه ښځي او ۱۳ یې ماشومان دي.
او په ټپیانو کي بيا ۱۱۸ تنه نارینه، ۳۵ ښځي او ١٣کوچنيان شامل دي.
په افغانستان کي اکثره ترافیکي پیښي د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.
د معلوماتو له مخي تر ټولو زیاتي پيښي په کندهار کي رامنځ ته سوي چي پر مهال ۱۱۵ نارینه او ۱۴ ښځي ټپیاني سوي او دغه راز په غزني، پکتیکا او هرات ولایتونو کي هم زیاتي پيښي رامنځ ته سوي.