چارواکي: د تورخم لار په موقت ډول د افغان ناروغانو او مسافرو پرمخ تړل کېږي

چارواکي وایي، د تورخم لار به راتلونکي جمعې، شنبې او یک شنبې په ورځو تړلې وي، ناروغان او نور کسان باید تګ راتګ ونه کړي.
د تورخم کمېسار مولوي عبدالجبار حکمت وايي، د پاکستان له لوري ورته ویل سوي چي، له زړو ودانیو څخه نوو ودانیو ته د دفترونو د لېږد له امله به دغه لار د رواني مې میاشتي له ۱۷ مي تر ۱۹مي نېټې پوري تړې وي.
د هغه په وینا، لار به یوازي د پیاده کسانو لپاره تړلې وي او د ټرانزیټ پرمخ به خلاصه وي.