چارواکي: د نیمروز بندر له لاري د ۱۱ ټانکره بې کیفیته تېلو د راوړل کېدو مخه ونیول سوه

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولین وایي، د څار په ترڅ کي یې نن دو شنبه ۱۱ ټانکره تېل چي کیفیت یې د ملي سټنډرډونو خلاف وو بېرته وګرځول سول.
د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله ایکس پاڼه له ټولو ملي سوداګرو څخه غوښتي چي د هیوادوالو د روغتیا او خوندیتوب په نظرکي نیولو سره د ماشینونو، وسایلو او وسایطو د ساتني په موخه هیواد ته له سټنډرډونو سره سم توکي وارد کړي.
له دې وړاندي هم په نیمروز کي زیات شمېر د بې کیفیته تېلو د راوړلو مخه نیول سوې او بیرته ایران ته لیږل سوي.
که څه هم د بې کیفیته تېلو مخه اکثره وخت نیول کیږي، خو د افغانستان په ډیری ولایتونو کي موټرچلوونکي د تېلو له ټيټ کیفیت او بیو څخه شکایتونه کوي او وایي، د ډېری وسایطو ماشینونه د تېلو د ټيټ کیفیت له امله خرابیږي.