چارواکي: د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي ۳۸۰ زره بې ځایه سوي کورنۍ سته

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وایي، اوس مهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي ۳۸۰ زره داخلي بې ځایه سوي کورنۍ شپې او ورځي تېروي.
هغه رسنیو ته ویلي، چي ډيری دغه کورنۍ په ننګرهار، مزار، هرات، کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کي دي.
د هغه په خبره، په تېر کال کي تر ۷ زره زیاتي کورنۍ بیرته خپلو ولایتونو ته لیږدول سوي او دغه راز د نورو بې ځایه سوو کورنیو د لېږد لپاره هم دوی بېلابېل پروګرامونه لري.
هغه زیاته کړې، چي بې ځایه سوي کورنۍ په خپله خوښه خپلو سیمو ته ستنیږي او هغه چي کور نه لري پلان سته چي کورونه ورکړل سي.
د بې ځایه سوو کورنیو ډېری غړي بیا وایي، کورونه یې د سېلابونو او نورو ستونزو له امله ويجاړ پاته دي او دوی دومره وس نه لري چي جوړ یې کړي.
د دوی په وینا، ډېری کسان بیا په خپلو سیمو کي د اوسېدو کور او مځکه نه لري ځکه نه دي ستانه سوي.