چارواکي: د پاسپورټ غوښتونکو ته به له دې وروسته په يوه اوونۍ کي پاسپورټ ورکول کیږي

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټ غوښتونکي به نور په یوه اوونۍ کي وکولای سي پاسپورټ ترلاسه کړي.
د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عبدالکریم حسیب په یوه غونډه کي ویلي، په اوونیز ډول به خلکو ته نوبت ورکول کیږي او په کومه اوونۍ کي چي چا ثبت نام وکړ، په هغه اوونۍ کي به يې نوبت وي او خپل پاسپورټ به ترلاسه کوي.
د حسیب په خبره، د نوملیکني سایټ به په اوونیز شکل خلاص وي او د ظرفیت مطابق به پکښي د پاسپورټ د غوښتونکو نومونه ثبتېږي.
د ا.ا د بیا ځلي واکمنېدو راوروسته ډېر شمېر خلک د پاسپورټ د اخیستلو په برخه کي له ستونزو سره مخ وه او ډېری وخت به د پاسپورټ مرکزي او ولایتي ادارې بندي وې خو ویل کیږي چي اوس به دا ستونزه نه وي.