د پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا وايي، له ښوونیز نصاب څخه به ټول هغه څه له منځه وړي چي، له اسلامیت او افغانیت سره په ټکر کي وي.
دغه څرګندوني حبیب اغا د پنج شنبې په ورځ په کابل کي د سړو سیمو او ولایتونو لپاره د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کي کړي او په وینا یې، په تعلیمي نصاب جوړولو کي به یوازي او یوازي د افغانیت او اسلامیت پر اساس معلومات ځای پرځای کېږي.
حبیب اغا وايي، پر دغه برخه کي له تېرو دوو کلونو راهیسي د مسلکي کار روان او په جوړولو کي ئې د هیڅ چا پروا نه ساتي.
تر دې مخکي هم د دغه وزارت ویاند ویلي چي، د لومړنیو ښوونځيو نصاب یې ارزولی او پر نورو هم کار روان دی.