چارواکي وایي، چي پرون له دوو ګاونډیو هیوادونو څخه ۲۲۴ کورنۍ په جبر او خپله خوښه هیواد ته راستنې سوي دي.
دغه کورنۍ د کندهار، تورخم، اسلام کلا او د ورېښمو پله له لاري راستنې کړل سوي دي.
په راپور کي راغلي، چي په راستنو سویو کورنیو کي ۳۰ یې د تورخم، ۲۲ یې د سپین بولدک، ۶۵ یې د ورېښمو پله او ۱۰۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري راستنې سوي دي.
ویل کیږي چي د راستنو سویو کډوالو سره د مرستندویه بنسټونو لهخوا مرستي سوي او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول سوي دي.
په دې وروستیو کي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه سوې؛ خو د اېستل سویو کډوالو شمېر ته په کتو همدومره نور افغانان د بې روزګارۍ له امله په قاچاقي او ستړو لارو هره ورځ له هیواده وزي.