چارواکي وايي، په سمنګان کي هغه کسان چي د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله بند پاته وه ژغورل سوي دي

د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، هغه ۲۰ کان‌کیندونکي چي د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله بند پاته وه، ژغورلي يې دي.

هغه وايي، د سمنګان په لاندي دره‌ صوف کي ټول‌ټال ۲۰ کسان د ډبرو سکرو په یوه کان کي بند پاته وه چي ټول له ژغورل کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تر دې مخکي یوشمېر رسنیو خبر ورکړی وه چي د سمنګان په یوه کان کي ۳۶ کان‌کیندونکي بند پاته دي.

له دې وړاندي هم کان کیندونکي له ورته پيښو سره مخ کړي چي ځینو پکښي ژوند هم له لاسه ورکړی.