دا پېښه داسي وخت سوې، چي د اسرايیل پوځ، د لبنان په جنوب کي له مېشتو خلکو غوښتنه کړې چي نورو سیمو ته کډه وکړي.
بل خوا د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر لهمخي، په لبنان کي په تازه هوايي حملو کي لږ تر لږه ۸ کسان وژل سوي دي.
پرون بیا د فلسطین چارواکو خبر ورکړی وو چي په اشغال سوې لوېدیځه غاړه کي د اسرايیل په یوه چاپه کي ۳ کسان وژل سوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چي دوه فلسطینیان د اسرايیل په چاپه کي وژل سوي او درېیم د اسرايیلي پوځیانو په ټکانو وژل سوی.