د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کي رد کړ.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، د دوی د ارزونو لهمخي د تېر یوه کال په ترڅ کي په افغانستان کي د مخدر موادو په تولید کي د پام وړ کمی راغلی دی.
له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کي د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کي د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کي زیات سوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چي په افغانستان کي د کوکنارو کرکیله د دغه هیواد د جنوب لویدیځو سیمو څخه شمال ختیځو سیمو ته انتقال سوې او سږکال په شمال ختیځو سیمو کي د کوکنارو کښت کي د تیرکال په پرتله ۳۸۱ فیصده په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.