چارواکي وایي، د تورخم لار د درې ورځو بندیدو وروسته نن خلاصه سوه

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي د تورخم لار د درې ورځو بندېدو وروسته د پنجنشبې د ورځي په سهار د هرډول تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل سوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا رسنیو ته په یوه استول سوې خبرپاڼه کې ویل سوي چي دا لار د تیري دوشنبې په ورځ تورخم سره نږدې د غوړکي په سیمه کي د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوې نښتې وروسته تړل سوې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه لیکلي وه چي د تورخم په غوړکي سیمه کي په دغه جګړه کي د افغانستان لور ته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل سوي مرمۍ په یو کور کي لګېدلې چي له امله یې یوه ښځه او دوه کوچنیان وژل سوي دي.

چارواکو ویلي ووچې سرحدي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه غوړکي سیمه کې د یوې پوستې د پراخولو لپاره به سیمه کې کار کاوه، چې پاکستاني لوري یې د کار د مخنیوي په موخه ټکان ورباندي کړي او بیا جګړه رامنځ ته سوې وه.