د کندهار په شورابک ولسوالۍ کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېري ورځي پیل سوي نښته پای ته رسېدلې، خو په یاده سیمه کي چارواکو ویلي چي وضعیت لا هم نورمال نه دی.
د شورابک امنیه قومندان ملا ظفرالله رسنیو ته ویلي، چي وضعیت لا هم نورمال نه دی او د بلي جګړې د پیل احتمال سته.
ملا ظفرالله وایي چي د سیمي اوسېدونکو ته د محافظوي تدابیرو خبره کړي ده.
هغه زیاته کړې چي په دې نښته کي د دوی لوري ته مرګژوبله نه ده اوښتې او نه هم د مقابل لوري په اړه معلومات سته.
بل خوا پاکستاني رسنیو د جګړې په سیمه کي راپور ورکړی چي په دې نښتو کي یو پاکسانی عسکر هم ټپي سوی دی.
په ورته وخت کي د شورابک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چي په سیمه کي د ګزلني په نوم د خلکو د تګ راتګ لاره تړل سوې چي د دواړو خواو خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.