چارواکي وایي، له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه سوي

د هرات په اسلام قلعه بندر کي سرحدي چارواکي وایي، له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه سوي دي.

په دغه بندر کي د بېرته ستنېدونکو د نوملیکني مسوول عبدالغني قاضي‌زاده فرانس پرېس اژانس ته ویلي، هره ورځ شاوخوا درې زره افغانان له ایرانه ایستل کېږي.

دغه اژانس نن چهارشنبه په یوه راپور کي د قاضي‌زاده په حواله دغه راز ویلي چي ۹۰ سلنه دغه افغانان په زور او پاته لس فیصده یې په خپله خوښه ستنېږي.

د کډوالو د فزیکي شکنجې د څرنګوالي ډېر معلومات نه دي خپاره سوي.

له ستنېدنکو افغانانو سره چي د ښه ژوند هیلي يې مړې سوي، په سرحد کي د کډوالۍ نړیوال سازمان د نفر سره دوه زره افغانۍ مرسته کوي.

دغه مرسته یوازي کورنۍ لرونکو کډوالو ته ورکول کېږي او هغه کس چي یوازي وي، له دې کمو پيسو بې برخي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *