چارواکي وایي، په پکتیکا کي د پاکستان په هوايي حمله کي ډېری وژل سوي ښځي او کوچنیان دي

چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کي د پاکستان د هوايي ځواکونو د تېري شپې په برید کي د ۴۶ کسانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په وژل سویو کي ډیری یې ښځي او کوچنیان دي.

نوموړي ویلي چي قربانیان او زیانمن یو شمېر یې د سیمي اوسېدونکي او ځیني یې د وزیرستان بې ځایه سوي کډوال دي.

ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چي دا هوايي برید تېره شپه د برمل په په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستي او مرغې سیمو سوی دی.

دا سیمي د ډیورنډ کرښي بلي غاړي د جنوبي وزیرستان د ناکراره قبایلي سیمي انګور اډې سره ګډه پوله لري.

دفاع وزارت تېره شپه ناوخته له دې هوايي حملې وروسته په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کي دا حمله غندلې او د افغانستان په خاوره یې وحشیانه برید بللی.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چي دا حمله به بې ځوابه پاته نه سي.

دا لومړی ځل نه دی چي د پاکستان جنګي الوتکي د افغانستان په خاوره کي دننه بمبارۍ کوي.