چارواکي وایي، کابل کي ځانمرګي برید ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، نن مازدیګر د کابل ښار ۶ حوزې اړوند قلعهٔ بختیار سیمه کي یوه کس په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چي مرګ ژوبله یې اړولې.
د هغه په وینا، په دې چاونه کي د یوې ښځي په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۳ نور ټپیان سوي.
هغه د ځانمرګي د هدف په اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر اوسه کومي ډلي د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.
په افغانستان کي د دا ډول بریدونو مسوولیت په وروستیو کي تر ډېره داعش ډلي پر غاړه اخیستی دی.
چارواکو ویلي، د دې پېښي په اړه څیړني رواني دي.