چارواکي: په بدخشان کي د ترافیکي پیښو له امله ۴۶ کسان مړه او ۷۵ نور ټپيان سوي دي

د بدخشان ولایت مسوولین وایي، له تېرو دریو میاشتو راهیسي په یاد ولایت کي د ترافیکي پیښو له امله ۴۶ کسان مړه او ۷۵ نور ټپيان سوي دي.
د بدخشان مسوولینو ویلي، دا پيښي تر ډېره د خرابو لارو له امله رامنځ ته سوي او په دې پيښو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
د بدخشان مسوولینو د دې پیښو لوی لاملونه د موټر چلوونکو بې ‌احتیاطي، خرابي لاري، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بللي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په وروستیو کي د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کي ترافیکي پیښي زیاتي سوي دي.