چارواکي: په بدخشان کي د ترافیکي پېښي له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چي په دغه ولایت کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان سوي دي.
د مسوولینو په وینا، دا پېښه د سه شنبې په ورځ د شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس سیمه کي سوې ده.
پېښه د یوه کوچني مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې او په مړو کي یو ښځه او کوچنی هم شامل دي.
په دې ورستیو کي د هیواد په کچه په ترافیکي پيښو کي زیاتوالی راغلی چي له امله یې مرګ ژوبله هم زیاته سوې ده.
د ترافیکو پيښو عمده لاملونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او تېز سرعت بلل کيږي.