چارواکي: په تیرو دریو ورځو کي د سېلابو له امله اته تنه مړه سوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت وایي، د رواني غویي میاشتي له شپږمي څخه تر اوسه د وروستیو سېلابونو له کبله ۸ تنو مړه او درې نور ټپیان سوي دي.
د دغه وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جانان سایق ویلي، دغه مرګ ژوبله په کندهار، نورستان، پنجشېر، سمنګان، بادغیس، غور، بغلان، ننګرهار، میدان وردګ، پروان، کونړ، کندز، سرپل او لغمان ولایتونو کي رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، په دې موده کي د سېلابونو له امله ۱۴۰ کورونه په کلي او قسمي ډول خراب سوي او د ۲۰ جریبه کرنیزو مځکو ترڅنګ په ټول هیواد کي ۲۰ کیلومتره سړکونه هم تخریب سوي دي.
د هوا پېژندني ادارې د راپورونو له مخي په راتلونکو څو ورځو کي بیا هم په هیواد کي د بارانونو د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی.