چارواکي: په خوست کي شپږ کسان د ونو پرې کولو په تور نیول سوي دي

د خوست امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولايت په قلندر، موساخېل او تڼيو ولسواليو کي شپږ کسان د ونو د پرې کولو په تور نيول سوي دي.
د مسوولینو په وینا، له نیول سویو کسانو څخه درې عرادې د لرګیو ډک موټرونه هم ضبط سوي دي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکي هم ناپېژاندو کسانو د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي لسګونه مېوه‌لرونکي وني پرې کړي وې.
په تيرو څو کلونو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي د ونو او ځنګلونو پرې کول زیات سوي او راپورونه ښيي چي پاکستان ته د لرګیو قاچاق هم زیات سوی.