چارواکي: په روانه اونۍ کي سلګونه کډوال هیواد ته راستانه سوي دي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چي په روانه اونۍ کي د هیواد له بېلابېلو لارو څخه سلګونه کورنۍ خپل هیواد ته راستنې سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي یاد راستانه سوي کډوال بېلابېلو مرسته کوونکو موسسو ته ورپېژندل سوي او له هري کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته هم سوې ده.
خبر پاڼه زیاته وي، چي د یاد وزارت د ټرانسپورټ کمیټې له خوا ۲۷۷ راستنې سوي کورنۍ، چي ۱۴۲۳ تنه کیږي د تورخم او سپین بولدک له لاري کابل، کندهار، هلمند، هرات، غزني، زابل او روزګان ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول سوي دي.