چارواکي: په روزګان کي يو تعویذ لیکونکی ملا په چړو وژل سوی دی

د روزګان امنیتي مسولين وايي، د دې ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کي يو کس د نامعلومه کسانو له خوا په چړو وژل سوی دی.
د امنيه قومندانۍ وياند بیلال روزګانی وايي، چي پيښه د خاص روزګان په ششپر سيمه کي سوې ده.
د هغه په وینا، سيمي ته امنيتي ځواکونه په داسي حال کي رسيدلي چي ياد کس ټپي وو او د درملني په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته لېدول سوی وو خو د درملني پر مهال يې ساه ورکړې.
روزګاني زیاته کړه، وژل سوی کس ملا وو، تعويذونه يې هم ليکل او د لومړنيو معلوماتو له مخي د شخصي دښمنۍ په پايله کي وژل سوی دی.
ده وویل، په سيمه کي د قاتلينو د نيولو هڅي رواني دي.