چارواکي: په زابل کي د مخدره توکو ۵۳ جریبه کرکیله له منځه وړل سوې ده

د زابل امینه قوماندانۍ ویاند وایي، د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې مدیرت له لوري د دې ولایت په شملزو، شاجوی او اټغر ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کي د بنګو او کوکنارو ۵۳ جریبه کرکیله له منځه وړل سوې او په تور یې ۹ تنه هم نیول سوي چي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپيژندل سي.
د هغه په وینا، د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کي د بنګو یا چرسو تازه ۵۰ جریبه کرکیله او همدارنګه په اټغر ولسوالۍ کي ۲ جریبه د کوکنارو کرکیله لمنځه وړل سوې.
چارواکي وایي، د مخدره توکو د کرکیلي، قاچاق او کاروبار په وړاندي يې مبارزه روانه ده او هیچاته اجازه نه ورکوي چي د دې توکو کاروبار، کرکیله او یاهم قاچاق وکړي.