چارواکي: په غزني کي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني د جغتو ولسوالۍ په سراب سیمه کي د یوې ترافیکي پیښي له امله دوه کوچنیان مړه او اته تنه نور ژوبل سوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، دا ترافیکي پېښه د دوشنبې په ورځ د کوچیانو د یوه ټکټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې ده.
د هغوی په وینا، په ژوبل سوو کسانو کي پنځه ښځي هم شاملي دي؛ خو تر اوسه د ژوبل کسانو د روغتیايي حالت په اړه کوم مسوول کس څه نه دي ویلي.