چارواکي: په لغمان کي د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، په لغمان کي د يوه کور د دېوال نړېدو له امله د يوې ښځي او يو کوچني په ګډون د يوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک افغان وايي، دغه پيښه د لغمان ولايت مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي ته څېرمه سوې ده.
د افغان په خبره، په دې پېښه کي د یوې کورنۍ درې تنه غړي مړه سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
هغه زیاتوي، په مړو سویو کي خاوند، مېرمن او یو کوچنی شامل دي او ټپیان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
د سیمي اوسېدونکي وايي، د دې کورنۍ غړي د ګرمۍ له کبله له کوټې څخه دباندي بیده وه چي دېوال ورباندي رانړېدلی.