چارواکي: په میدان وردګو کي په لومړي ځل د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانیستل سوې

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، چي په یاد ولایت کي په لومړي ځل د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل سوې ده.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دا خونه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو عمومي خوني له خوا پرانیستل سوې او د دې خوني په چوکاټ کي به ښځي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د میدان وردګو ولایت مسوولینو د ښځو د سوداګرۍ په برخه کي د ملاتړ ډاډ ورکړی او د یاد ولایت د اقتصاد د رییس په وینا چي دوی به په دې برخه کي له ښځو سره همکاري کوي.
په میدان وردګو کي په داسي حال کي د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانیستل کیږي چي تر یوه کال ډېر وخت کیږي په کندهار کې د ښځو مارکېټ او سوداګرۍ خونه بنده سوې او د ښځو ډېری فعالیتونه ولاړ دي.