چارواکي: په کابل کي چاودني څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وايي، د کابل ښار درېیمي حوزې اړوند د کوټه سنګي په سیمه کي پر یوه مارسیډیز ډوله موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چي پر مهال یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چي دغه چاودنه نن شنبه ماښام شاوخوا اته بجې سوې چي پر مهال یې موټر چلوونکی وژل سوی او درې تنه نور عام کسان ټپیان سوي دي.
هغه نه دي ویلي، چي د چاوني موخه څه وه او نه یې هم تر اوسه کومي مسوولیت منلی دی.
په کابل کي د دا ډول چاودنو مسوولیت اکثره وخت د ازادۍ په نامه جبهه پر غاړه اخلي او طالبانو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کوي.