چارواکي: په کندهار کي دری تنه په خپل کور کي وژل سوي دي

د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت د اوومي امنیتي حوزې اړوند په ميرويس مېنه کي درې تنه وژل سوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، دغه کسان چي دوې ښځي او یو نارینه دی تېره شپه ١١ بجې په خپل کور کي وژل سوي دي.
د هغه په وینا، پېښه شخصي ده او د امنيتي ځواکونوله خوا د مجرمینو د نیولو چټکي هڅي رواني دي، تر څو ياد کسان ونیول سي او د اسلامي شريعت منګولو ته وسپارل سي.
ده هغه اوازې رد کړې چي ګواکي له وژل سویو کسانو څخه سرونه پرې سوي خو ویې نه ویل چي یاد کسان په څه ډول وژل سوي دي.
د وژل سویو کسانو د کورنۍ یو غړی قدرت الله بیا وایي، دغه کور ته د شپې ځیني کسان ورغلي د کورنۍ مشر د هغه مېرمن او د میرمني د خور لور یې وژلي او د هغوی غاړي یې پرې کړي.
هغه وویل، دوی له هیچا سره شخصي مدعا نه لرل او نه پوهیږي چي چا به دا کار کړی وي.
کندهار کي له دې وړاندي هم په ځينو سیمو کي ښځي او نارینه د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل سوي چي اکثره پېښي یې شخصي دښمنۍ بلل سوي دي.