چارواکي: په کندهار کي دوه تنه د ٧٠٠ قرصه ټابلیټ کا ګولیو او یو تن د ۴۶ کیلو ګرامه تاریاکو سره نیول سوي

د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د وروستیو عملیاتو په پر مهال دوه تنه د ٧٠٠ قرصه ټابلیټ کا ګولیو او تاریاکو سره يوځای نیولي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، ټابلیټ کا ګولۍ او کسان په داسي حال کي نیول سوي، چي یوه کس پر بل کس باندي خرڅولې او د امنيتي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونیول سول.
د هغه په وینا، دغه راز د لسمي امنیتي حوزې ځواکونو هم یو تن د ۴۶ کیلو ګرامه تارياکو د انتقال په تور د يادي حوزې په مربوطاتو کي نیولی.
ده زیاته کړه، ياد کسان د نورو اجراتو په موخه د کندهار امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت ته وسپارل سوه.