چارواکي: په کندهار کي یوې ښځي ځان وژنه کړې ده

امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ارغستان ولسوالۍ په سوپانزو سیمه کي یوې ښځي د عصبي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قواماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځ ته سوې او دې ښځي له پخوا څخه عصبي ناروغي لرل.
د هغه په وینا، له پيښي وروسته امنیتي کسان سیمي ته تللي او د سیمي اوسېدونکو ورته ویلي چي یادي ښځي ځانوژنه د عصبي ستونزو له امله کړې.
مخکي داسي خبرونه خپاره سوي وه چي د دغه ښځي پلار خپله لور د ځان موخۍ یا د بلي ښځي په بدل کي ورکړې او هغه ښځه یې د ځان لپاره کړې وه خو امنیتي مسوولینو دا خبره رد کړې ده.