چودري: د دې احتمال سته چي په اکټوبر مياشت کي هند يو ځل بيا پر پاکستان بريد وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني سلاکار اعزاز چودري په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي د دې احتمال سته چي د هند دولت يو ځل بيا د اکټوبر په مياشت کي پر پاکستان باندي بريد وکړي.
هغه د پاکستاني رسنيو سره په خبرو کي ويلي، چي پاکستان دي د هند هغه شواهد او اسنادونه چي په پاکستان کي د ترهګرو ملاتړ او مرسته کوي نړۍ والي ټولني ته وړاندي کړي او د هند په وړاندي دي خپل ږغ پورته کړي.
باید وويل سي اعزاز چودري دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د پاکستان دولت څوځله ادعا کړې، چي هند او د افغانستان ط..البان په پاکستان د وسله والو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.