د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماو نینګ د جمعې په ورځ د رسنيو سره د خبرو پر مهال د روسيې د هغي پرېکړي هرکلی کړی، چي روسيې د ط..البانو حکومت په رسميت پېژندلی.
مايننګ ويلي:«د روسیې او ط..البانو د حکومت ترمنځ د اړیکو په وده کي د دې نوی پرمختګ هرکلی کوو.»
مانينګ د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي چين او افغانستان دوه نژدې او ښه ګاونډي هيوادونه دي.
د هغې په خبره چي چين هڅه کوي، چي افغانستان د نړۍوالي ټولني څخه ونه ايستل سي.
د چين د بهرنيو د وزارت وياندي ويلي، چي د ط..البانو حکومت هڅوو ترڅو د نړۍوالي ټولني اندېښنو ته مثبت جواب ووایي.»
دا په داسي حال کي ده، چي چين پخوا لا د ط..البانو سفير په خپله خاوره کي منلی دئ. ط..البانو اوس په داسي يو حالت کي دي، چي د روسيې څخه پرته د نړۍ بل هيڅ هيواد په رسميت نه دي پېژندلي