چين چمتو دی چي د ايران د غني سوو يورانيمو سرپرستي پر غاړه واخلي

چين چمتو دی چي د ايران د غني سوو يورانيمو سرپرستي پر غاړه واخلي
ليکوال: عامر مدحني
سرچينه: اسوشيټډ پرېس

د اسوشيټډ پرېس د راپور له مخي، يو باخبره ډيپلوماټ ويلي چي چين چمتو دی د ايران د پام وړ اندازې غني سوو يورانيمو سرپرستي پر غاړه واخلي يا يې د غني کېدو کچه راټيټه کړي.
د دغه ډيپلوماټ په وينا، چين حاضر دی شاوخوا ۹۷۰ پونډه (۴۴۰ کيلوګرامه) غني سوی يورانيم—چي ډونالډ ټرمپ يې د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي هوکړې برخه بولي او غواړي له ايران څخه انتقال سي—تر لاسه کړي يا يې داسي کچي ته راکم کړي چي يوازي د ملکي کارونو لپاره وکارول سي.
اوس مهال داسي ښکاري چي ټرمپ غواړي خپله امريکا د دې موادو سرپرستي وکړي؛ هغه مواد چي ګومان کېږي د ايران د اټومي تأسيساتو تر لاندي ښخ دي—هغه تأسيسات چي تېر کال د جون په مياشت کي د امريکا په هوايي بريدونو کي سخت زيانمن سوي وو.

دغه ډيپلوماټ، چي د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم له ښودلو ډډه کړې، زياته کړې چي چين—چي د ايران تر ټولو لوی سوداګريز شريک دی—که د واشنګټن او تهران له خوا غوښتنه وسي، چمتو دی دا يورانيم ترلاسه کړي يا يې غني کېدل راکم کړي.
د پرتلي لپاره، په ۲۰۱۵ کال کي د اټومي تړون (JCPOA) له مخي، ايران شاوخوا ۲۵ زره پونډه (۱۱ زره کيلوګرامه) ټيټ غني سوی يورانيم روسيې ته ولېږداوه، څو د تړون يو مهم شرط پوره کړي.
دا پرمختګونه ښيي چي که مذاکرات پر مخ ولاړ سي، نو د سترو قدرتونو—په ځانګړي ډول د چين—رول به د ايران د حساسو اټومي موادو په مديريت کي ډېر مهم وي