چینايي پانګه‌وال وايي، د مېس عینک د کان پر لومړۍ برخه به له پنځو میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي

د هغوو راپورونو پر بنسټ چي د ارګ د اعلامیې په حواله ور کړل سوي، پکښي راغلي چي د مېس عینک کان د لومړني قرارداد شرکت رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبیدالکبیر سره د دغه پانګي په اړه خبري کړي دي.

د سونګ په حواله راغلي، د مېس عینک کان پر لومړۍ برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمي ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چي راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي.

د سونګ په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زده‌کړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *