چینایي تجارانو د برېښنا د تولید بندونو په پروژو کي پر پانګوني لېوالتیا څرګنده کړې ده

د یو کورني سوداګریز شرکت رئيس عبدالحمید عاشوري او چینایي شریکانو يې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کي؛ د برېښنا د تولید بندونو په پروژو کي پر پانګوني لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي؛ په دې کتنه کي د شرکت رئيس او چینایي شریکانو یې په افغانستان کي د برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په پروژو کي پانګوني ته لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کي یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، په افغانستان کي د برېښنا بندونو د جوړولو پروژو کي د یاد شرکت د پانګوني د لېوالتيا هرکلی کړی او له مسئولینو څخه یې غوښتنه کړې چي د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان کي د کیله ګي بند، په تخار کي د مامي کلا بند او په بادغیس کي د مرغاب پر سیند باندي د بند جوړولو په پروژه کي پانګونه وکړي.

په دې کتنه کي همدا رنګه په یادو پروژو کي د پانګوني په موخه د عملي چارو پر پیل ټینګار سوی دی.