چین په هیواد کي د وروستیو سېلاب ځپلو سره سل زره ډالره مرسته کوي

د ریاست الوزراء دفتر وایي، د رییس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کي د چین ولسي جمهوریت سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره کتلي.
ویل کیږي چي په دې کتنه کي ژاوشینګ ویلي، په افغانستان کي د وروستیو سېلاب ځپلو سره د چین سره صلیب له لاري سل زره ډالر مرسته کوي.
هغه په افغانستان کي په بېلابېلو برخو کي پانګوني ته د چینایي پانګوالو د لېوالتیا یادونه کړې او وايي، د دواړو هیوادونو اقتصادي او سوداګریزي اړیکي په مناسب وضعیت کي او له دې فرصت څخه ښه ګټه اخیستل کېدای سي.
د ریاست الوزراء دفتر وایي، مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې لیدنه کي ویلي، چي افغانستان د بېساري کانونو او زېرمو لرونکی دی او دا د چینایي شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی چي د دې زېرمو په برخه کي پانګونه وکړي.