چین په پاکستان کي د خرو فارمونه جوړه وي؛ پاکستان ئې هرکلی کړی دئ

پاکستانۍ رسنۍ اې ار وای راپور ورکړی، چي چین د پاکستان له‌خوا د خرو د نسل زیاتولو لپاره مساعد چاپېریال ته په کتو، چمتو دئ، چي په دغه هیواد کي د خرو فارمونه جوړ کړي.
چین چي شاوخوا ۵.۹ مېلیونه خره لري، د خرو د غوښي او پوستکي د زیاتېدونکي اړتیا له امله د نورو هیوادونو وارداتو ته ئې مخه کړې ده.
د خرو پوستکی په چین کي په پراخه کچه د «ای جیاو» په نامه دودیزي درملني له پاره کارول کېږي.
دغه درمل چي د چینایي دودیز طب یوه برخه ده، د ویني د جریان د ستونزو، بې‌خوبۍ او وچ ټوخي د درملنې لپاره کارېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *