ډان ورځپاڼه: د پنجاب حکومت د افغان کډوالو د ايستلو دريم پړوا پيلوي

ډان ورځپاڼي په خپل نوي سرمقاله کي ويلي چي د پاکستان د پنجاب ايالت حکومت د غيرقانوني افغان کډوالو د ايستلو دريم پړاو پيلوي.
دغي ورځپاڼي ليکلي، چي د پاکستان دولت ټول هغه افغان کډوال شړي، چي په دغه هيواد کي د قانوني اوسېدلو اسناد نه لري.
ډان ورځپاڼي ليکلي، چي د پاکستان په پنجاب ايالت کي حکومت د افغان کډوالو له پاره ۴۶ زندانونه جوړي کړي چي په کښي ناقانونه افغان کډوال ساتي.
دغي ورځپاڼي ليکلي، چي په دغه زندانو کي ساتل سوي افغان کډوال به د تورخم د لاري بېرته افغانستان ته وشړي