ډبلیوایف پي میلیونونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له لوړي کچي سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام په خپل یو تازه راپور کي ویلي، چي د روان میلادي کال تر رارواني اکټوبر میاشتي پوري به د افغانستان ۱۲.۴ میلیون اوسېدونکي د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچي سره مخامخ وي.
ډبلیوایف پي په خپل یو تازه راپور کي ویلي، چي له روانو ننګونو سره سره افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له پلوه د پخوا په پرتله په نسبتاً ښه حالت کي دی، خو بیا هم د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره وايي چي اوسمهال له پنځو کلونو د کم عمره ۳.۲ میلیون کوچنیانو په ګډون ۴ میلیون افغانان له سختي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي چې دوی اړمنو خلکو ته د بېړنیو خوراکي توکو، تغذیې او نورو بېړنیو اسانتیاوو برابرولو لپاره سږ ۲۰۲۴ کال ۱.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.