ډبلیو ایف‌ پي : له نږدې څلور میلیونه کسانو سره یې نغدي مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیو ایف‌ پي” وایي، د سږ میلادي کال له پیله یې تراوسه په افغانستان کي له نږدې څلور میلیونه کسانو سره نغدي مرسته کړې او له دې ډلي نیمایي مېرمني دي.

دغه پروګرام پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا ډول مرستي ښځو ته دا توان ورکوي چي د خپلي کورنۍ د غړیو اړتیاوي تر یوه بریده پوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسي وخت کي له نږدې څلور میلیونه افغانانو سره د مرستي خبر ورکوي چي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې یا اوچا ویلي چي سږ کال په افغانستان کي د هغو کسانو شمېر څه باندي ۲۳ میلیونو ته رسېدلی چي بشري مرستو ته ضرورت لري.

اخوا د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د رواني تلي میاشتي پر ۱۳مه ویلي وه، په راروان ژمي کي یوازي د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای سي، حال دا چي څه باندي ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *