د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کي د سپټمبر په میاشت کي د شري ناروغۍ مثبتې پېښي د وړمي میاشتي په پرتله ۳۴،۴ سلنه زیاتي سوي دي.
دغه سازمان په افغانستان کي د روغتیايي وضعیت په اړه په یوه راپور کي ویلي چي، په سپټمبر میاشت کي د شري ۴۱۵۵ مشکوکي پېښي ثبت سوي دي.
د ملګروملتونو ادارې دا هم ویلي چي، په سپټمبر کي د شري له امله ۱۸ مړیني ثبت سوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کي د شري ناروغۍ ټولټال ۵۲ زره او ۵۳۹ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.