ډيپلومات مجلې په خپل وروستۍ مقاله کي ليکلي، چي روسیه د ط..البانو د دولت سره د نور ملاتړ ترڅنګ د داع.ش د خراسان څانګي پر ضد د جګړې په موخه د ط..البانو د جوړ سوي پلان ملاتړ کوي.
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ط..البان د روسيې ښه ملګري ياد کړي او ټينګار ئې کړی دئ، چي د ط..البانو سره بايد دوامداره مرستي وسي.
ياده مجله ليکي، روسیه هڅه کوي، چي د ط..البانو سره د همکارۍ له لاري د داع.ش ضد مبارزه کي خپلي ګټي وساتي.
بايد وويل سي، چي روسيه لومړی هيواد دئ، چي په افغانستان کي ئې د ط..البانو ډله په رسميت پېژندلې او د هغوی د ملاتړ ژمنه ئې کړې ده.