کابل کي وسلوالو يو صراف ويشتلی او ټپي کړی دئ

د کابل ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ویلي، چي وسله والو موټرسایکل سپرو د ذبیح‌الله په نوم یو صراف ويشتلی او ټپي کړی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه پېښه د پنج شنبې په ورځ سهار مهال د کابل د کوته‌سنګي په سیمه کښي رامنځ ته سوې ده.
تر اوسه د دغه برید انګیزه نه ده روښانه سوې. د کابل د ط..البانو ځايي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *