کرزي او اشرف غني: له سېلاب ځپلو سره د مرستي غوښتنه کړې

پخواني ولسشمر محمد اشرف غني ویلي، چي د اوسني ناورین له غم خوړلو سره اوږدمهالو عواقبو ته تیاری پکار دی.
هغه نن پر خپله اېکس پاڼه په هیواد کي د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي شريکه کړې او په خپل پيغام کې يې ليکلي، چي ((دا پېښې زموږ د ملي پيوستون، انساني او اسلامي خواخوږۍ يو ازمېښت دی، چي له غم ځپلو سره یې په سملاسي مرستو ثبوت وړاندې کېدای سي))
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سېلاب ځپلو سره خپل د خواخوږۍ په پیغام کي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو وغوښتنه کړې، چي له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.