د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ختیځو ولایتونو له ځوانانو سره په یوه ناسته کښي یو ځل بیا د ط..البانو وغوښتل چي د نجونو پر مخ دي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصي کړي. د کرزي رسنیز دفتر د دې ناستي په اړه ویلي، چي په دغه غونډه کښي د ښځو پر کاري فرصتونو او د ملي یووالي پر اهمیت هم خبري سوي دي.
کرزي ټینګار کړی چي د نجونو زدهکړي د افغانستان د پرمختګ او راتلونکي له پاره اړیني دي او دا اقدام به نه یوازي د هيواد پرمختګ تضمین کړي، بلکي د نړۍوالي ټولني په منځ کښي د مشروعیت په ترلاسه کولو کښي هم مرسته وکړي. هغه همداراز د ښځو د اقتصادي او ټولنیزي ونډي پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي ئې دي، چي د ملي یووالي له پاره د ټولو افغانانو ګډي هڅي اړیني دي.